دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 266112
په تهران کې د افغانستان سفارت فعالیت به د نویو ډیپلوماټانو له استولو سره په شفاف ډول دوام وکړي
په تهران کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت د ډیپلوماټانو له سپارلو وروسته، د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه سفارت فعالیتونه به د نویو سفیرانو او ډیپلوماټانو له استولو وروسته هم دوام وکړي او په ټینګ هوډ سره به د دولړو هیوادونو اتباعو ته خدمت وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخی د شنبې په شپه په خپل ټویټر کې په تهران کې د افغانستان د سفارت ږ تحولاتو ته په اشارې سره ولیکل: د بهرنیو چارو وزارت ټولو افغانانو ته خبر ورکوي چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د افغانستان د سفارت فعالیتونه به په تهران کې د نوي ډیپلوماټانو او شارژدافیر له استولو وروسته هم د دواړو هېوادونو د عزتمنو اتباعو د خدمت لپاره په ټینګ عزم او روحیې سره دوام وکړي.
بلخي په دوام کې وويل: د بهرنيو چارو وزارت د ډيپلوماټيکو پرسونل بدلول يوه ګډه اداري مسئله او د هر هېواد مشروع حق دى.
هغه څرګنده کړه: موږ پوره باور لرو چې په نویو ګمارنو سره به د سفارت په چارو کې روڼتیا او د دواړو مسلمانو هېوادونو، دوستانو او وروڼو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د لا پراختیا شاهدان واوسو.
له بلې خوا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ذاکر جلالي هم په خپل ټویټر کې لیکلي دي: د دوشنبې په ورځ به په تهران کې د افغانستان د سفارت نوی شارژدافیر فضل محمد حقاني به د د چارو مسولیت په غاړه واخلي.
هغه زیاته کړه، حقاني سره به د بهرنیو چارو وزارت د تجربه لرونکو ډیپلوماټانو له ډلې سره مرسته وشي او د نویو ډیپلوماټانو په کار پیل سره به په ایران کې مېشتو هېوادوالو ته د شفافو خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شي.
جلالي مخکې په یوه ټویټ کې لیکلي وو: په تهران کې د افغانستان سفارت اوسني حکومت ته سپارل نه دا ډول لومړی اقدام دی او نه به هم وروستی وي.
د هغه په ​​وينا، د سيمې په ډېرو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه يا نوي ډيپلوماټانو ته سپارل شوي او يا هم پخواني ډيپلوماټان له اوسني حکومته امر اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته د یوې سرچینې په حواله ویل شوي چې په تهران کې د افغانستان د سفارت پخوانی رئیس عبدالقیوم سلیماني د خپل ماموریت په پای ته رسیدو او له دغه سفارت څخه په وتلو سره، د یکشنبې په ماښام د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په واک کې دی، چې ایران یې ځای پر ځای کړی، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د سفارت په اړه یې هېڅ ډول اسناد او تجهیزات نه دي ترلاسه کړي.
د افغانستان د سفارت لومړی سکرتر او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت جګپوړی دیپلومات فضل محمد حقاني د دغه سفارت د نوي رئیس په توګه خپل فعالیت پیلوي.
خو د دې سرچینې په وینا، له سلیماني سره یو ځای په تهران کې د افغانستان سفارت، دیپلوماتانو او سیمه ییزو کارکوونکو یوه ډله هم وتلې او د دوی وتل ښايي په لنډه موده کې د سفارت فعالیتونه ګډوډ کړي
https://avapress.com/vdcdf90xxyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته