دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 267312
د اسلامي امارت پلاوي د تاجکستان په بدخشان کې له افغان قونسلګرۍ څخه لیدنه وکړه
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د وزارت یوه پلاوي د تاجکستان د بدخشان په مرکز خاروخ کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه لیدنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (شنبه، کب ۵) په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د دغه پلاوي مشري محمد موسی امیري کوي. د وزارت مالي او اداري معین په خاروخ کې د افغانستان د قونسلګرۍ د چارو د ارزونې پر مهال د هغې ودانۍ حالت له نږدې وڅیړل، چې د واورو ښویېدو له امله زیانمنه شوې وه.
 
د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د اسلامي امارت بورډ په خرخ کې د افغان کونسلګرۍ د ودانۍ د بیارغونې په اړه د خپلو څېړنو پایلې له بهرنیو چارو وزارت سره شریکې کړې دي.
 
د تاجکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
په دوشنبه کې د افغانستان د سفارت چارواکو چې پخواني ډیپلوماټان دي، خاروخ کې قونسلګرۍ ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcgqu9xxak93w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته