دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 268095
په فارياب ولايت کې د دريو ترافيکي پيښو له امله اووه تنه مړه او ټپيان شول
دفارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ددغه ولايت د لومړي نمبر لويې لارې په اوږدو کې د دريو ترافيکي پيښو خبر ورکړ او ويې ويل: څلور تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حمیدالله بتشکن وايي: د مزار شریف – فاریاب پر لویه لار د درېیو ترافیکي پېښو له امله په دغه ولایت کې د یو شمېر کسانو په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، د جمعې په ورځ له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې يو کرولا موټر چې له مزارشريف څخه د ميمنې پر لور روان و، د خواجه سبزپوش په سراى کلا سيمه کې د ډېر سرعت له امله له سړک څخه واوښت.
 
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې د دغه موټر د چپه کېدو له امله د يوې ښځې په ګډون دوه تنه وژل شوي او د موټر چلوونکي په ګډون درې تنه ټپيان شوي او د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
 
هغه زياته کړه، چې دويمه پېښه نن غرمه ١٢ بجې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د اسلم په سيمه کې رامنځته شوې، چې له امله يې يو موټر له يوه شپږ کلن ماشوم سره ټکر شوى او ماشوم يې ژوند له لاسه ورکړى دى.
 
دغه راز درېيمه پېښه چې تېره ورځ د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د بادغيس په سيمه کې رامنځته شوه، يو فولډر موټر له يوه موټرسايکل سپرو سره ټکر وکړ او په دې پېښه کې د عزت الله په نوم يو تن روغتون ته له لېږدولو وروسته ساه ورکړه.
 
https://avapress.com/vdcf1cd0tw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته