دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 268166
په هېواد کې وروستیو اورښتونو د وچکالۍ د ختمېدو هیلې زیاتې کړې دي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له امله د دوی هیله زیاته شوې، چې په هېواد کې به وچکالي پای ته ورسیږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي هیله مندي څرګندوي چې کروندګر به له وروستیو اورښتونو وروسته په هېواد کې له وچکالۍ څخه خلاصون ومومي.
 
د دغه وزارت ویاند مصباح الدین مستین وايي، سرپرست حکومت د وچکالۍ له امله له بېړنیو حالاتو سره د مقابلې لپاره چمتو دی.
 
مصباح الدین مستین زیاته کړه: «په ټوله نړۍ کې وچکالي مخ په زیاتیدو ده. افغانستان هم د نړۍ یوه برخه ده او دغه هېواد په تېرو کلونو کې د وچکالۍ له زیاتوالي سره مخ و. خو د سږکال وروستیو بارانونو موږ ته هیله مندي راکړه چې موږ به د خپلو وړاندوینو په پرتله لږ زیانمن شو."
 
خو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يو شمېر کروندګر د وچکالۍ او د خوښې وړ پايلو د نه ترلاسه کولو په اړه اندېښنه څرګندوي.
 
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ خونه په هېواد کې د وچکالۍ د زیاتېدو یو لامل په وروستیو کلونو کې د اوبو د مدیریت نشتوالی ګڼي.
 
د کرنې او مالدارۍ د خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وايي، که د هېواد په بېلابېلو برخو کې نوي او نیم بشپړ شوي بندونه جوړ شي، نو افغانستان به د کرنیزو محصولاتو له لارې پر ځان بسیا شي.
 
حاجي زاده زياته کړه: له بده مرغه زموږ اوبه له مديريت پرته ګاونډيو هېوادونو ته ځي. دا په تیرو وختونو کې ډیر شوی دی. لکه د غوشتپې کانال، کمال خان بند او د کنړ د اوبو کانال که د معیارونو سره سم جوړ شي، افغانستان به له وچکالۍ سره مخ نه شي.
 
د کرنې او مالدارۍ د خونې د شمېرو له مخې، افغانستان هر کال د باران او واورې له اورښت څخه تر ۸۰ میلیارد متر مکعبه اوبه ترلاسه کوي او د اوبو کلنی لګښت یې ۲۵ میلیارد متر مکعبه دی.
 
د نړۍ د تودوخې او د اقلیم د بدلون له امله په وروستیو کلونو کې د اوبو کمښت یوه نړیواله ستونزه ګرځېدلې ده.
 
https://avapress.com/vdcepv8wpjh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته