دخپریدو نیټه :جمعه ۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 268795
ازبکستان له افغانستان سره ۱۸۵ ټنه خام مواد مرسته وکړه
ازبکستان د کوچني اختر په مناسبت له افغانستان سره ۱۸۵ ټنه خام مواد مرسته وکړه. دغه مرستې وړمه ورځ د هرات په بندر کې د اسلامي امارت مسؤلینو ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د ازبکستان د مرستو دغه بسته پرون (چهارشنبه) د هرات په بندر کې د ازبکستان د استازي له خوا د اسلامي امارت چارواکو ته وسپارل شوه.
 
دغه بار چې اوړه، غوړي، غنم، د کب غوښه او اسمان په کې شامل دي، په اتو موټرو کې افغانستان ته را رسېدلي دي.
 
د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف د دغې مرستې د سپارلو پر مهال وویل چې دغه مرسته د کوچني اختر په مناسبت افغانستان ته استول شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ له قزاقستان څخه د ۸۱ واګونونو په حجم سره یوه مرستندویه کښتۍ بندر حیرتان ته ورسېده.
https://avapress.com/vdcco4qip2bqem8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته