دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 269022
تېر کال په هرات کې له داخلي بې ځایه شویو سره ۹۰ میلیونه افغانۍ مرسته شوې وه
د هرات ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست چارواکي وايي، چې په ۱۴۰۱ کال کې يې په دغه ولايت کې څه باندې ۲۳ زره بې ځايه شويو کورنيو ته د ۹۰ ميليونه افغانيو په ارزښت مرستې وېشلې دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس مفتی آدم خان سعد وایی، تیر کال له اړمنو کسانو سره ۳۲ میلیونه افغانۍ او څه باندې ۶۶۸ زره ډالرو په ارزښت د لومړنیو توکو مرسته شوې ده.
 
ده څرګنده کړه چې دغه پيسې پر ٢٣ زره اړمنو کورنيو وېشل شوې دي.
 
د هرات ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس وويل چې له مرستندويه موسسو څخه يې غوښتي دي چې د هرات په ښار او ولسواليو کې خلکو ته د کار په بدل کې مرستې په اغيزمنه توګه وويشي.
 
ښاغلي سعد همداراز څرګنده کړه: دغه اداره له څه باندې ۲۰ بهرنیو بنسټونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.
 
ده وويل: تيرکال څه دپاسه شپږ سوه زره تنه په خپله خوښه او جبري توګه هيواد ته راستانه شوي دي.
 
هرات ولايت د هېواد په لوېديځ کې يو له سرحدي ولايتونو څخه دى، چې په هېواد کې له وروستيو پېښو وروسته له بېلابېلو ولايتونو څخه د خلکو يو ستر سېلاب دغه ولايت ته کډوال شوى، چې ډېرى يې د مناسبو امکاناتو د نشتوالي له امله په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
 
https://avapress.com/vdcgxy9xxak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته