دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 269068
د خوړو نړیوال سازمان  په میدان وردګ ولایت کې د اړمنو کورنيو سره مرسته کړي ده
د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له لوري پر ۳۹۵۰ اړمنو کورنیو باندي خوراکي توکي وویشل شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر نن پنجشنبه د ثور په ۷ مه په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې په دغه ولایت کې پر ۳۹۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.
 
دی وايي، په دغو مرستو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو غوړي او ۶،۵ کیلو دال شامل دي، چې هرې کورنۍ ته وېشل شوي دي.
 
دا مرستې په داسې حال کې وېشل کېږي، چې نن په غزني ولایت کې چې دغه ولایت ته څېرمه پراته دی، پر ۷ زره کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.
 
د يادونې وړ ده، چې د خوړو نړيوال سازمان (WFP) ترڅنګ نورې کورنۍ او بهرنۍ موسسې هم په ټول هېواد کې له اړمنو سره مرستې کوي.
 
په تخار ولایت کې د خوړو نړیوال سازمان څه باندې ۲۵۰۰ ټنه خوراکي توکي وویشل.
 
https://avapress.com/vdcg3y9x7ak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته