دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 269290
د غزني ولایت د پاسپورټ مدیریت عواید په یوه میاشت کې ۱۵ میلیونه افغانیو ته رسېدلی دی
د غزني د پاسپورټ ادارې مسوولین وايي، چې په تېره یوه میاشت کې له دغه تفاهم لیک څخه ۱۵ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - غزنی: محمد طاهر محمودی؛ د غزني د پاسپورټ ادارې مشر وايي، د غزني د پاسپورټ ادارې په تېره یوه میاشت کې ۱۵ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
 
ښاغلي محمودي همداراز په غزني کې د پاسپورټونو د وېش په اړه وویل چې هره ورځ ۱۰۰ کسانو ته چې آنلاین نوم لیکنه کوي پاسپورټونه ورکول کېږي او ۱۰ نور یې په انلاین ډول ثبتېږي.
 
هغه دا هم وویل چې بیړني ناروغانو ته به له آنلاین راجسټریشن پرته پاسپورټونه ورکړل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې غزني ولايت د هېواد په کچه يو له ګڼې ګوڼې ډک ولايت دى او د پاسپورټونو ډېر غوښتونکي لري، چې د دغه ولايت له اوسېدونکو غواړي، چې په دې برخه کې زياته ونډه واخلي.
 
https://avapress.com/vdcdnn0xzyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته