دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 269573
په هند کې قومي شخړو تر ۵۰ ډېر کسان وژلي دي
د هند روغتیايي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په مانیپور ایالت کې د قومي شخړو له امله لږ تر لږه ۵۴ کسان وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: هندوستان ټایمز ورځپاڼې د هند د روغتیایی چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې دغه نښتې د مانیپور په ایالت کې شوې دی.
 
خو غیر رسمي سرچینې وايي چې د دغو نښتو په پایله کې ۱۰۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.
 
د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، د هند په مانیپور ایالت کې له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې قومي شخړو له زرو ډېر کسان وژلي دي.
 
د مټي قوم چې د دغه ایالت د نفوس ۵۳ سلنه جوړوي، ادعا کوي چې د نورو قومونو په شان حقوق او امتیازات نه لري او له همدې امله د مساوي حقونو غوښتنه کوي.
 
د هند حکومت لا دمخه دې سیمې ته لږ تر لږه لس زره سرتیري استولي او خبرداری یې ورکړی چې که څوک د جګړې لامل وویني، نو پر هغه به ډزې وکړي. د دولت څخه د ناڅاپي نښتو راپور ورکول کیږي. اوس مهال بازارونه تړل شوي او وضعیت کړکیچن دی.
 
باید وویل شي، چې د هند مانیپور ایالت په دې وروستیو ورځو کې د بېلابېلو قومونو ترمنځ د جګړو شاهد دی.
 
https://avapress.com/vdchqwnix23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته