دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 269638
پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو خنډونو په لرې کولو هوکړه وکړه
د پاکستان د سوداګرۍ وزیر سید نوید قمر او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د سوداګرۍ د کړنلارو د ساده کولو او اسانتیاو د رامنځته کولو پر اړتیا موافقه وکړه چې د خنډونو د کمولو او د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو لپاره د مناسب چاپېریال ډاډمن کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، په دې کتنه کې د دواړو لورو اقتصادي پلاوي د ګمرکي همکاریو، د سرحدونو د مدیریت، د تعرفو د کمولو او د درملو او غوښې د صادراتو په اړه په بېلابېلو برخو مفصلې خبرې وکړې. صنعتونو، او هرې خوا د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او په دوه اړخیزو اړیکو کې د ننګونو د حل کولو لپاره خپله ژمنه هم څرګنده کړه.
 
د دغه راپور له مخې، د دواړو هېوادونو چارواکو د سوداګرۍ د اسانتیا او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ګمرکي بهیرونو او د پولو د موثر مدیریت پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ، د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې د لړۍ د پراخولو غوښتنه وکړه.
 
افغان او پاکستاني چارواکو له دودیزو توکو څخه بهر د سوداګرۍ پر تنوع او د اقتصادي همکاریو د نویو لارو په لټولو د ټینګار ترڅنګ، د ترانسپورت او لوژستیکي زیربناوو په برخه کې د پانګونې احتمالي ګټې چې د سوداګریزو فعالیتونو او اقتصادي ودې په زیاتولو کې مرسته کوي، په ګوته کړل او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به همکاري کوي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د ثور د میاشتې په ۱۵ نیټه د جمعې په ورځ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقی سره له پاکستان سره د لا زیاتو خبرو اترو او همکارۍ په موخه اسلام اباد ته ولاړ.
 
https://avapress.com/vdcjthe8ouqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته