دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 269956
ایران ته د درملو او خوړو د ملي ادارې د مشر سفر
د خوړو او درملو ملي اداره وايي، چې د دې ادارې مشر عبدالباري عمر نن (شنبه، ثور ۲۳) د ایران د روغتیا، درملو او خوراکي توکو له مسوولینو سره د کتنې په موخه دغه هېواد ته سفر کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو او درملو ملي ادارې په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست نن سهار له کابله د تهران په لور روان شو.
 
د افغانستان د خوړو او درملو د ملي ادارې مشرتابه او ورسره پلاوی به د ایران د روغتیا، درملو او خوراکي توکو د سکتور له چارواکو سره د روغتیايي محصولاتو او خوراکي توکو د کیفیت او خوندیتوب د تامین په موخه وګوري.
 
هغه به د نظریاتو او متقابلو تجربو د تبادلې او په یادو برخو کې د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په اړه هم لیدنه او خبرې وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د ټکنالوژۍ، طب او درملو د برخو له مسوولینو سره وکتل او په دې برخه کې یې د پانګونې او تجربې شریکولو غوښتنه وکړه.
 
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر کنټرول لاندې د خوړو او درملو ملي اداره فعالیت کوي.
 
https://avapress.com/vdccpoqie2bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته