دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود : 270046
د اسلامي امارت د ملاتړي تګلارې په سیوري کې؛ په هیواد کې پانګونه زیاته شوې ده
اقتصادي کارپوهان د پانګوالو د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت د تګلارې ستاینه کوي او وايي چې دغه اقدام په تیر یو نیم کال کې په ملیونونو ډالره کورنۍ او بهرنۍ پانګونه په هیواد کې جذب کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال عبدالناصر رشتیا د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې ویلی چې د بانکی محدودیتونو له لګولو او د خلکو د پیرودلو د ځواک له کمښت سره سره؛ اسلامي امارت له جوړېدو وروسته نه یوازې له هېواد څخه د «سرمایې تیشته» ونه شوه؛ بلکې موږ په افغانستان کې پانګونې ته د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لېوالتیا لیدلې ده.
 
رشتيا زياته کړه، چې په تېر يو نيم کال کې ګڼ شمېر سوداګرو په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې او په ټولنه کې يې د کار زمينه برابره کړې ده.
 
د ده په وینا؛ د اسلامي امارت له جوړېدو او د پانګونې له ډېرېدو وروسته؛ د ګاونډيو هېوادونو له منفي سيالۍ او ډمپينګ سره سره موږ د ۶۱ ډوله توکو په برخه کې پر ځان بسياينې ته رسېدلي او دغه توکي نور نه واردېږي.
 
هغه په ​​ډاګه کړه، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د پانګونې جذبه ډېره شوې، په داسې حال کې چې له ٢٠١٤ کال وروسته د پراخ فساد او د امنيت د نشتوالي له امله هر کال له هېواده پانګونه د تېښتې په حال کې وه.
 
هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت باید له سوداګرو سره خپلې مرستې زیاتې کړي او د بانکي محدودیتونو په لرې کولو سره په هېواد کې زیاته سرمایه جذب کړي.
 
د رشتیا د څرګندونو پر بنسټ؛ د بانکي محدودیتونو په لګولو سره، سوداګر اړ شوي چې د هر ۱۰۰۰۰۰ډالرو په بدل کې له 4,000 ډالرو څخه زیات کمیشن ورکړي. په داسې حال کې چې تر دې وړاندې دوی شاوخوا ۳۰۰ ډالره د بانکي انتقال له لارې ورکول.
 
په ورته وخت کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې اسلامي امارت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې په برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي دي، چې کورني او بهرني پانګوال یې هڅولي چې په مختلفو سکتورونو کې د پانګونې وکړي.
 
هغه زیاته کړه، په ځینو هېوادونو کې د افغاني ادارو د نه فعالیت له امله د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت پانګوالو ته د افغانستان د ویزو د اسانه لاسرسي په موخه د کابل په هوايي ډګر کې ځانګړی دفتر جوړ کړی دی.
 
د جواد د څرګندونو پر بنسټ؛ بهرني پانګوال کولای شي پرته له کومې ستونزې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت له بلنې وروسته افغانستان ته راشي او په هوايي ډګر کې خپله ویزه ترلاسه کړي.
 
https://avapress.com/vdcee78wpjh8f7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته