دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 270245
د افغانستان واکمنانو ته د سیستان او بلوچستان د اوبو د حق د ژر ورکړې په اړه د ایران د ولسمشر جدي خبرداری
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر له سفر وروسته، نن پنجشنبه د ثور ۲۸ مه سهار وختي د افغانستان په ګاونډ کې د دغه هیواد سیستان او بلوچستان ولایت ته د هلمند سیند د اوبو د حق په اړه د دغه هېواد ولسمشر هم دغه ولايت ته سفر وکړ او د افغانستان واکمنانو ته يې جدي خبردارى ورکړ چې د سيستان او بلوچستان د خلکو د اوبو حق دې سمدستي ادا کړي او که اوبه کمې وي، ايراني کارپوهان دې له نږدې وڅېړي.
افغان غږ خبری آژانس: آیت الله سید ابراهیم رییسی نن پنجشنبه د ثور ۲۸ د دغه هیواد سیستان او بلوچستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، په یوه خبری مرکه کې وویل، د سیستان خلک د دغه هیواد له خلکو سره کوم توپیر نلري. د هلمند سیند د اوبو حق د معاهدو له مخې د افغانستان اوسني حکومت ته په خطاب کې وویل: زه د افغانستان واکمنانو ته وایم چې دا مسئله جدي ونیسئ، زه اخطار ورکوم. د افغانستان واکمنان دې سمدستي د سیستان د خلکو د اوبو حق ورکړي.
 
هغه وويل، چې ځينې خلک دا وايي، چې بند کافي اوبه نه لري، او يادونه يې وکړه: زموږ متخصصين دې ژر تر ژره وګوري او وځیړي، که زموږ کارپوهان تاييد کړي چې بند کافی اوبه نه لري، موږ ستونزه نه لرو، خو که اوبه وي، نو موږ حق لرو چې ولس ته یې باید ورکړو او اجازه به ورنه کړو چې د خلکو حقونه په هیڅ صورت له منځه ولاړ شي.
 
د ایران ولسمشر یو ځل بیا د افغانستان واکمنانو ته په خطاب کې وویل چې خپلې خبرې دې په جدي توګه واخلي او له دې وروسته دې شکایت ونه کړي چې دوی ته ونه ویل شول او یا دا چې دوی فکر کوي چې دا مسئله په ډیپلوماسۍ او د وخت په تېرېدو سره حل کېدای نه شي! د وخت تیریدل دا ستونزه نه حل کوي.
 
هغه که څه هم په افغانستان کې د هغه استازی او د ایران د سیستان او بلوچستان والي دا مسئله له ډیپلوماتیکو لارو تعقیبوي، خو د افغانستان له واکمنانو یې وغوښتل چې د دوی خبرې دې جدي ونیسي او ژر تر ژره دې عمل وکړي، څو د سیستان او بلوچستان ولسونه د خپلو ستونزو په هواري کې لاس په کار شي.
 
که څه هم د ایران ولسمشر یادونه وکړه چې د دغه هیواد په جنوب کې د عمان د سمندرګي د اوبو د ایران ختیځ ته د انتقال په لټه کې دی، خو هغه دا پروژه د وخت ضایع کوونکې پروژه وبلله او د افغانستان له خوا یې د اوبو د حقوقو په سمدستي ادا کولو ټینګار وکړ.
 
په تېرو څو ورځو کې د ایران ولسمشر د بهرنیو چارو او انرژۍ له وزیرانو او همدارنګه د افغانستان په چارو کې له خپل ځانګړي استازي څخه وغوښتل چې د هلمند سیند د اوبو د حق موضوع تعقیب کړي.
 
له دغې غوښتنې وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د چهارشنبې په ورځ د ثور په ۲۷ نیټه د دغه هیواد سیستان او بلوچستان ولایت ته د سفر په ترڅ کښې د هلمند له سیند څخه د دغه هیواد د اوبو د حقوقو د تعقیبولو په لړ کښې د اسلامي امارت دبهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی سره ټیلیفوني خبرې اترې وکړې. امیر خان متقي پخپل خبرو کې د وچکالۍ او تخنیکي ستونزو په ګډون د افغانستان ستونزو ته په اشارې سره یو ځل بیا د لاسلیک شوي تړون له مخې د ایران د حقوقو په خوندي کولو ټینګار وکړ.
 
د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په دې وروستیو کې په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، چې تېر کال دغه هېواد د خپلو اوبو یوازې څلور سلنه حقونه او نږدې دوه میلیارد متر مکعب سیلابي اوبه د تخنیکي ستونزو له امله له افغانستانه ترلاسه کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcfjxd0tw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته