دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۳
د مطلب کود : 271534
چين: موږ په ټينګه د فلسطين د خلکو د عادلانه غوښتنې ملاتړ کوو
د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند د محمود عباس د رسمي سفر په غبرګون کې وويل، چين په ټينګه او دايمي توګه د فلسطين د خلکو د عادلانه او د هغوی د مشروع ملي حقونو د تامينولو ملاتړ کوي.
افغان غږ خبری آژانس: د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین وویل: د فلسطین د ادارې مشر محمود عباس د چین د خلکو پخوانی او ښه ملګری دی. په روان کال کې چين د يوه عربي دولت د لومړي مشر کوربه توب کوي، چې د چين او فلسطين ترمنځ د دوستانه اړيکو د ټينګېدو په اړه يې زياتې خبرې وکړې.
 
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند دغه څرګندونې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه د سه شنبې په ورځ چين ته د محمود عباس د رسمي سفر په غبرګون کې په يوه خبري غونډه کې وکړې.
 
وانګ ونبين وويل: چين او فلسطين د اوږدې مودې دوستي لري او چين يو له لومړیو هېوادونو څخه دی چې د فلسطين د ازادۍ سازمان او د فلسطين دولت يې په رسميت وپېژاند.
 
هغه وويل، چين غواړي له فلسطين سره د دواړو خواوو د مشرانو ترمنځ د ګډ تفاهم د تعقيب او د چين او فلسطين ترمنځ د پخوانۍ دوستۍ د ټينګښت لپاره همکاري وکړي.
 
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه چې چين په ټينګه او دايمي توګه د فلسطين د خلکو د عادلانه ملي حق د بېرته اعاده کولو ملاتړ کوي.
 
https://avapress.com/vdchxznik23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته