دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 272171
۳۰ جرمني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې غوښتنه وکړي
د المان د ۳۰ شرکتونو د فدراسیون اجراییوي رئیس ډاکټر سباستیان هاین زمري د اسلامي امارت د کانونو وزارت له تخنیکي معین وحیدالله حلیمي سره وکتل او د افغانستان په کانونو کې یې د پانګونې غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د المان د ۳۰ شرکتونو د فدراسیون اجراییوي رئیس ډاکټر سباستیان هاینه زمری د اسلامي امارت د کانونو وزارت له تخنیکي معین وحیدالله حلیمي سره وکتل او د افغانستان په کانونو کې یې د پانګونې غوښتنه وکړه.
 
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د چهارشنبې په ورځ (جوزا ۳۱) په دې کتنه کې وویل چې زمري د افغانستان په کانونو کې د پانګونې د فرصتونو او د کار پیدا کولو په اړه خبرې وکړې او غوښتل یې چې د هېواد په کانونو کې پانګونه وکړي.
 
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال هم وویل چې موږ د کانونو په برخه کې د قوانینو او طرزالعمل له مخې همکاري کوو.
 
https://avapress.com/vdcfe0d0yw6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته