دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۲
د مطلب کود : 272287
په انګلستان کې شاوخوا ۴۰۰ افغان کډوال له خپلو هوټلونو ایستل شوي دي
د برتانوي رسنیو د راپورونو له مخې د انګلستان په جنوب لوېدیځ کې پروت په ایسکس ښار کې تر ۴۰۰ ډېرو افغان کډوالو ته ویل شوي چې د دې سیمې په هوټلونو کې د دوی د اوسېدو موده د روان کال په اګست میاشت کې پای ته رسېږي او باید له دغو هوټلونو ووځي.
افغان غږ خبری آژانس: د برتانیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغو پناه غوښتونکو ته به د کور په موندلو کې مرسته ورکړل شي، خو هغه کسان چې دغه وړاندیز نه مني، د هوټلونو د خلاصولو غوښتنه کوي. له همدې امله ویل شوي چې د دغو پناه غوښتونکو له ډلې څخه ډېر یې اندېښمن دي چې بې کوره شي.
 
که څه هم د کولچسټر ښار شورا د هیواد له حکومت څخه غوښتنه کړې چې "په سمدستي توګه په هوټلونو کې د دې مهاجرینو د اوسیدو موده وغځوي ،" د برتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي: "هوټلونه به هیڅکله د افغانانو لپاره د اوږدې مودې پاتې کیدو لپاره ونه کارول شي.
 
د برتانیې حکومت ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د دغه هېواد او د امریکا متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو له وتلو وروسته، د ۲۰۲۲ کال تر ډسمبر پورې له افغانستان څخه د برتانوي اتباعو په ګډون څه باندې ۲۴ زره کسان انګلستان ته لېږدول شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdjx0x5yt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته