دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۰
د مطلب کود : 272290
په دریو میاشتو کې له ایرانه څه باندې ۹۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو عمومي رئیس ویلي دي چې په روان پسرلي کې څه باندې ۹۰ زره افغانان د دوغارون/اسلام کلا له لارې خپل هیواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: حسین شرافتی راد د شنبې په ورځ د سرطان ۳ مه د ایران له رسمی خبری آژانس «IRNA» سره په خبرو کې وویل چې په دې شمیر کې هغه افغان اتباع هم شامل دی چې په شخصی ډول خپل هیواد ته د ستنیدو اراده لری. یا د اړوندو ادارو لخوا د تهران او د هیواد له نورو برخو څخه راټول شوي او مشهد کمپ ته لیږدول شوي.
 
هغه زیاته کړه: په پای کې د مشهد ښار د اتباعو لپاره په ځانګړي کمپ کې د قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته، دغه کسان د دوغارون د پولې له لارې خپل هیواد ته راستانه شول.
 
د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو عمومي رئیس ویلي دي چې د ۱۴۰۱ کال په پسرلي کې ټولټال ۸۶۱۶۲ افغانان خپل هیواد ته راستانه شوي دي.
 
د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو د رسمي اعلان له مخې په ایران کې پنځه میلیونه افغانان ژوند کوي چې له دې جملې څخه یو میلیون یې په خراسان رضوي او مشهد کې ژوند کوي.
 
ویل کیږي چې د افغان کډوالو دغه شمیر ۵۰۰ زره اټکل شوی چې د اوسیدو اسناد او پاسپورټونه لري او همدومره شمیر له اجازې پرته کډوال شوي دي.
 
باید وویل شي چې د ایران اسلامي جمهوریت له څلورو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی.
 
https://avapress.com/vdchwiniv23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته