دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 272758
د اوبو د کمښت له امله د کورنیو برېښنا تولید هم کم شوی دی
د برښنا په اړه د کابل ښاریانو له شکایتونو وروسته برشنا شرکت وايي چې د اوبو د کمښت له امله د کورنیو سرچینو د بریښنا د تولید اندازه کمه شوې او له دې وروسته به پر کابل سربیره په نورو ولایتونو کې هم د برښنا مزي کمی شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د برشنا شرکت مسوولین وایی چې د برښنا د تولید ریاست اړوند د ناګلو او سروبی د بریښنا تولید فابریکو په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې ۲۲۳۶ میګاواټه بریښنا تولید کړی چې د تولیداتو په پرتله کموالی ښیی.
 
برشنا شرکت هم له خپلو ټولو پېرودونکو څخه غوښتنه کړې، چې د برېښنا سپمولو برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو دغه شرکت د عامه سیستم له لارې ډېرو سیمو ته برېښنا ورسوي.
 
د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برښنا له تاجکستان، ایران او ازبکستان څخه واردیږي او کورني تولیدات یې ۲۲ سلنې ته رسیږي.
 
  د يادونې وړ ده، چې هر کال د ګرمۍ موسم په رانږدې کېدو سره په کابل او د هېواد په نورو ولايتونو کې د برېښنا تقاضا زياتېږي او برشنا شرکت تر اوسه په هېواد کې د اړتيا وړ برېښنا په رسولو نه ده توانېدلې.
 
https://avapress.com/vdcgnx9x7ak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته