دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 273059
ندیم پکتیا ته سفر کړي
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم د یوه سوداګریز سفر په ترڅ کې پکتیا ولایت ته ولاړ او د دغه ولایت د پوهنتون له رئیس سره یې وکتل او د دیني پوهنتونونو لپاره یې د یوه مناسب تدریسي ځای په اړه خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي وايي، چې د دغه وزارت سرپرست پکتیا ولایت ته سفر کړی.
 
هاشمي زیاته کړه چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پکتیا پوهنتون له رئیس سره وکتل او د پوهنتونونو او دیني تخصصونو لپاره یې د مناسب تدریسي ځای په اړه خبرې وکړې.
 
هاشمي وويل: په دې سفر کې د لوړو زده کړو وزير او ورسره مل پلاوي د پکتيا پوهنتون له مشرتابه سره د ياد پوهنتون د بېلابېلو مسايلو په اړه په دغه ولايت کې د يو مناسب ديني درسي ځاى د ټاکلو په اړه خبرې وکړې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ننګرهار ولایت ته سفر کړی و او د دغه ولایت د پوهنتونونو له مسوولینو سره یې وکتل.
 
https://avapress.com/vdcbsfb59rhbzgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته