دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 273148
د افغانستان او ایران د چارواکو ترمنځ د خواف – هرات د اورګاډي کرښې د غځولو تفاهم لیک لاسلیک شو
د خواف - هرات د اورګاډي پټلۍ د پروژې له پرانېستلو وروسته نن چهارشنبه د سرطان په ۲۱ مه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د دغې پروژې د غځولو د پراخولو په موخه یو تفاهم لیک لاسلیک شو چې د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا عملي کېږي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د خواف – هرات اورګاډي کرښې د غځولو په موخه د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې د عمومي رئیس، د هرات ولایت مقام مرستیال او د اقتصاد وزارت د ځانګړي استازي په حضور کې د اسلامی ایران د ولسمشر د مرستیال، د سړکونو او ښار جوړونې د وزیر او د اورګاډی د کنسرسیوم د مشر له خوا لاسلیک شو.
 
د دغه تفاهم لیک له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا د هرات – خاف ریل پټلۍ غځول کیږي.
 
د ایران د اسلامي جمهوریت د پلاوي د غړیو په وینا، دغه هېواد چمتو دی چې په زیربنایي پروژو په تېره بیا د اورګاډي د کرښې په جوړولو کې پانګونه وکړي، څو افغانستان د دغو کرښو له لارې له اروپا سره ونښلول شي.
 
له بلې خوا د افغانستان د اورګاډي پټلۍ عمومي مدير مولوي بخت الرحمن شرافت وويل چې له ايران سره ښه تعامل غواړو او د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا په برخه کې د ايران له اسلامي جمهوريت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو يو.
 
د يادونې وړ ده، چې د خواف – هرات اورګاډي پټلۍ تېره ورځ د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې په رسمي ډول پرانيستل شوه.
 
https://avapress.com/vdcayenua49n061.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته