دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 273172
په تیرو پنځو میاشتو کې د ۲۷۰ زره خوارځواکۍ ماشومانو درملنه شوی ده
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دغه سازمان په مالي مرسته د روان کال په وروستیو پنځو میاشتو کې د ۲۷۰ زره خوارځواکي ماشومانو د درملنې اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) نن (پنجشنبه، سرطان ۲۲) په یوه ټوېټ کې ویلي، چې دغه سازمان یوازې د می په میاشت کې د څه باندې ۶۰ زره خوارځواکي ماشومانو له درملنې سره مرسته کړې ده.
 
د یونیسف استازي فران اکیزا مخکې ویلي وو، تمه ده چې سږ کال به په افغانستان کې شاوخوا ۲،۳ میلیونه هلکان او نجونې له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي. د دوی په منځ کې، ۸۷۵ زره به درملنې ته اړتیا ولري.
 
د يادونې وړ ده، چې د مرستندويه ادارو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته په هېواد کې د کورنيو تر منځ د بېوزلۍ د خپرېدو له امله په ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdchqxnii23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته