دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۵
د مطلب کود : 273591
په نړۍ کې به د ډنګي تبې شمیر زیات شي
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې د نړۍ د تودوخې له امله به د ډنګي تبې یا هډوکي ماتونکي تبې د اخته کسانو شمیر زیات شي او په ملیاردونو خلک به په دې ناروغۍ اخته شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د نړۍ د تودوخې او د غوماشو د زیاتوالي په پایله کې د ډنګي تبې چې د هډوکو ماتونکي تبې په نوم یادیږي، ښايي سږ کال خپلې لوړې کچې ته ورسیږي.
 
د نادرو استوایی ناروغیو د کنټرول د نړیوال پروګرام رییس رامان ولادویان وویل: "د نړۍ نیمایي نفوس د ډنګي له خطر سره مخ دي، او دا ناروغي شاوخوا ۱۲۹ هیوادونه اغیزمن کوي."
 
ډنګي تبه یوه ناروغي ده چې د آئدس غوماشي له لارې انسانانو ته لیږدول کیږي او د نړۍ په استوایی سیمو کې ډیر عام دی. دا ناروغي د تبې او د عضلاتو درد نښې لري کومه ځانګړې درملنه نلري.
 
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره د سوډان په پلازمینه خرطوم کې کشف شوه، په اروپا کې زیاته شوې او د پیرو په ډیرو برخو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.
 
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د هوا د منځنۍ تودوخې د زیاتوالي، د سختو بارانونو او د وچکالۍ د اوږدې مودې له امله په نړۍ کې د دغې ناروغۍ د خپریدو احتمال شته.
 
https://avapress.com/vdcco1qis2bqmp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته