دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۸
د مطلب کود : 274317
په تخار کې د ۷۰۰ کورنیو لپاره د اوبو رسولو شبکه د یونیسف لخوا جوړه شوه
د تخار ولایت د کلیو پراختیا ریاست په ورسج ولسوالۍ کې د ۷۰۰ کورنیو او دوه زره زده کوونکو لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) په همکارۍ د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تخار ولایت د اسلامی امارت د کلیو پراختیا ریاست د رسنیو مسؤل سمیع الله صمیمی وایی چې د اوبو رسولو د دغې شبکې د جوړولو چارې د یونیسف په مرسته د سیمه ییزې شورا له خوا پیل شوې.
 
د اوبو رسولو دغه شبکه د ۲۰ میلیونه او ۴۳۳ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې او د ورسج ولسوالۍ د خانقاه، سرتاندک، عبدالمطلب، باغشت او ورچین کلیو اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابروي.
 
په تخار کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا ریاست ویاند ویلي چې د اوبو رسولو د دغې شبکې اوبه له دوو چینو څخه په یوه زیرمه کې زیرمه کیږي او بیا د پایپونو له لارې کورونو ته ویشل کیږي.
 
هغه زیاته کړه، د اوبو رسولو د دې شبکې په فعالېدو سره به ۷۰۰ کورنۍ او دوه زره زده کوونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې په وروستيو کلونو کې د سختې وچکالۍ له امله د هېواد په ډېرو سيمو کې خلک د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcjvxe8auqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته