دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۴
د مطلب کود : 275303
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت له یوه ایراني شرکت سره د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ
د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور له یو ایراني شرکت سره د بیلابیلو سرچینو څخه د بریښنا د تولید، لیږد او ویش په برخه کې د پانګونې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ملا عبداللطیف منصور د (اس ک ام هواسلیک انونیوم) له رئیس عباس رسولزاده فرساد سره د همکارۍ دغه تفاهم لیک لاسلیک کړ.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د انرژۍ وزارت د اطلاعاتو او خپرونو رييس غلام جيلاني حقپرست وويل چې د اوبو وزير د ياد تفاهم ليک د لاسليکولو په ترڅ کې په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په پروژوکې د پانګونې په برخه کې د دغه شرکت د ليوالتيا هرکلى وکړ او ټينګار يې وکړ چې دا وزارت ژمن دی چې په افغانستان کې د دې شرکت د پروژو په پلي کولو کې همکاري وکړي.
 
د ایراني شرکت مسوولینو همداراز د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې په بېلابېلو پروژو په ځانګړې توګه د اوبو او انرژۍ د پروژو د تطبیق په برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی څرګند کړ.
 
دا پداسی حال کی ده چی د اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر په دې وروستیو کی د همکارۍ او تفاهم لیکونو د لاسلیکولو په مقصد له یوه پلاوی سره تهران ته تللی دی.
 
https://avapress.com/vdcfxtd0mw6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته