دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 275326
په عدلیې وزارت کې د مدافع وکیلانو د منلو ظرفیت لوړ شو
د عدلیې وزارت چارواکو اعلان کړی، چې د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده په دغه وزارت کې د مدافع وکیلانو د شمېر د زیاتوالي وړاندیز منلی او په راتلونکي کال کې به د مدافع وکیلانو د استخدام بهیر هم زیات شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عدلیې وزارت مسلکي معین عبدالکریم حیدر دا خبره په داسې حال کې وکړه، چې د ۷۲۳ مدافع وکیلانو څخه د ازموینې اخیستل کیده.
 
عبدالکریم حیدر وویل: موږ د څارنوالانو د دوسیو د څیړلو لپاره پلاوی لرو او په راتلونکي کال کې د اسلامي امارت مشرتابه د عدلیې وزارت ته د مدافع وکیلانو په څانګه کې نور ارګانونه منظور کړي دي او هڅې روانې دي چې نور خلک د نورو ولایتونو څخه د خپلو ستونزو لپاره کابل ته نه راځي او دا چې د دوی ستونزې په همهغه زون کې حل کېږي او ډېرې اسانتیاوې به ورته برابرې شي.
 
له بلې خوا د عدليې وزارت د مدافع وکيلانو د څانګې مشر د دې ازموينې په بهير کې د بشپړ شفافيت خبره وکړه.
 
د عدليې وزارت د مدافع وکيلانو رئيس سيد حبيب الحبيب وويل: "دغه ازموينه او هغه ازموينې چې موږ په تيرو وختونو کې ترسره کړې، په بشپړه توګه شفافې وې او خلکو ته ډاډ ورکوو چې په دې پروسه کې به درغلۍ نه وي."
 
د دغې ازموینې یو شمیر ګډونوال هم په دغه بهیر کې د بشپړ شفافیت په برابرولو ټینګار وکړ.
 
د عدلیې وزارت چارواکو هم د هېواد له مدافع وکیلانو وغوښتل چې له خپلو موکلینو سره ښه چلند وکړي.
 
https://avapress.com/vdcaumnui49n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته