دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 275391
د سرې میاشتې ادارې د میدان وردګو له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه ۱۱ لارۍ خوراکي توکي واستول
د سرې میاشتې اداره وايي، د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې یې د وروستیو سیلاب ځپلو کورنیو ته ۱۱ لارۍ خوراکي توکي استولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ادارې په یوه بیان کې چې پرون سه شنبه د اسد ۳۱مه خپره شوې راغلي چې دغه کار د میدان وردګو ولایت له وروستیو سیلاب ځپلو سره د مرستې په موخه ترسره شوی دی.
 
د دغه بنسټ په اعلامیه کې همدا راز راغلي: "یو ځل بیا د افغاني سرې میاشتې له خوا د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ سېلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو ۱۱ لارۍ مرستې واستول شوې."
 
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم دغه دفتر د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ سیلاب ځپلو کورنیو ته ۱۱ لارۍ خوراکي توکي استولي وو.
 
ويل کيږي چې د سرې مياشتې په مرستو کې اوړه، وريجې، لوبيا، چاى، بوره، غوړي او يو شمېر نور توکي شامل دي.
 
د راپورونو له مخې د میدان وردګو په څو ولسوالیو کې د وروستیو سیلابونو له امله ۲۲ تنه وژل شوي او ۴۴ نور لادرکه دي.
 
د يادونې ده، چې د دې ولايت په جلريز او قرق ولسواليو کې له وروستيو سېلابونو وروسته له زيانمنو شويو خلکو سره د نغدي او خوراکي توکو مرسته شوې ده.
 
https://avapress.com/vdccopqis2bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته