دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 275456
سپورت د نړۍ د هېوادونو او ملتونو د یووالي سمبول دی
د المپيک او سپورت د ملي کمېټې مشر احمدالله وثيق د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې د ستاينې په مراسمو کې وويل، چې د جنوبي کوريا په درېيو نړيوالو سياليو کې د ١٤ مډالونو په ګټلو سره د هېواد سپورت د هېوادونو، ملتونو او ملي يووالي نښه ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تکواندو ملي لوبډله په سویلي کوریا کې په دریو نړیوالو سیالیو کې له ګډون او د ۱۴ مډالونو له ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه او د المپیک ملي کمېټې او د ورزش د عمومي ریاست له خوا په یو لړ مراسمو کې وستايل شوه. .
 
په دې مراسمو کې د المپیک او سپورت ملي کمېټې رئیس مولوي احمدالله وثیق ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د هېواد د تکواندو د ملي لوبډلې د بریا د مبارکۍ ترڅنګ یې وویل: سپورت د هېوادونو، ولسونو د یووالي سمبول دی. د هر لوري، هرې ژبې او هر هیواد لوبغاړي کولی شي پرته له توپیر څخه لوبه وکړي.
 
د المپيک او سپورت ملي کمېټې مشر هم ټينګار وکړ: سره له دې چې د سپورت په برخه کې هڅې روانې دي، خو لا هم هڅه کوو چې په ټولو ورزشي ډګرونو کې د ورزش د لا ښې ودې لپاره زيات کار وکړو، څو د دولت پاملرنه را جلب کړي.
 
له بلې خوا د تکواندو د ملي فدراسيون مشر نجيب الله سکندر وويل: په تېرو شپږو مياشتو کې مو ٢٥ کورني او بهرني پروګرامونه درلودل او پوره چمتووالى نيول شوى و او د المپيک لوبې د افغانستان د ښو لاسته راوړنو نښه ده.
 
https://avapress.com/vdcenn8wpjh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته