دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 275663
افغانستان له انحصار څخه د خلاصون لپاره مسلکي کارکوونکو ته اړتیا لري
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي، افغانستان مسلکي کارکوونکو ته اړتیا لري ځکه چې لوستي او با استعداده کسان کولای شي هېواد له انحصاره وژغوري.
افغان غږ خبری آژانس: د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په اروزګان ولایت کې په یوه عامه غونډه کې وویل چې افغانستان مسلکي کارکوونکو ته اړتیا لري ځکه چې لوستي او با استعداده کسان کولای شي هېواد له انحصار څخه وژغوري.
 
هغه زياته کړه: هېواد هغه وخت باثباته کېږي چې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي او دا د ديني زده کړو د مرکزونو او د معاصرو علومو مسووليت دى چې هېواد د علمي ودې په لاره کې پر مخ بوځي.
 
ښاغلي ندیم زیاته کړه چې د لوړو زده کړو، پوهنې، خیریه او اوقافو وزارتونه ټول علمي څانګې دي. که دا څانګې په هیواد کې ساینس ته وده ورکړي، دا به تر بل هر څه ډیر اغیزمن وي.
 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ټینګار کړی چې په هېواد کې د ډاډمن امنیت د تامین لپاره باید شرعي حدود پلي شي او اسلامي امارت په دې اړه جدي دی.
 
خو د اروزګان ولايت د پوهنتونونو يو شمېر استادان د لوړو زده کړو له وزارت څخه غواړي چې د دغه ولايت ښوونيزو مرکزونو ته زياته پاملرنه وکړي او وايي چې دولت بايد د خلکو اساسي حقونه تامين او عدالت تامين کړي.
 
پوهاند راز محمد ستوري وويل: يو له ستونزو څخه د اروزګان پوهنتون د ځمکې مساله ده چې ډېره مهمه ده او له ډېرې مودې را په دې خوا روانه ده.
 
د اروزګان ولايت اوسېدونکي سميع الله هم وويل: "ځوانان دې وهڅوي، ادبي ډلې جوړې کړي، علمي او فرهنګي پروګرامونه دې جوړ کړي، څو ځوانان وهڅول شي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي."
 
اروزګان د هېواد یو له محرومو ولایتونو څخه دی، چې له تېرو شلو کلونو راهیسې په جګړو کې ښکېل دی او اوسېدونکي یې له زده کړو بې برخې دي، نو پکار ده چې په دې برخه کې د پوهنې او لوړو زده کړو برخې ته جدي پاملرنه وشي.
 
https://avapress.com/vdcepn8wxjh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته