دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 276200
په غزني کې د اوبو لګولو د ۳۸ پروژو د جوړولو کار پیل شو
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د ۳۸ پروژو چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې دغه پروژې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې په مالي او تخنیکي مرسته پلي کیږي.
 
د غزني د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د څه باندې ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت په خواجه عمري او اندړو ولسوالیو او د غزني ښار په مربوطاتو کې پلې کېږي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په لوګر ولايت کې هم د روانو اوبو د زېرمه کولو لپاره ورته پروژه پيل شوې وه.
https://avapress.com/vdccxeqix2bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته