دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 276282
د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې له بنګله دېش سره په دوستانه لوبه کې مساوي کړه
د هېواد د فوټبال ملي لوبډله پرون په یوه دوستانه لوبه کې له بنګله دېش سره مخامخ شوه او ۱ په ۱ لوبه مساوی شوه. دغه راز د افغانستان د ملي لوبډلې مشر روزونکی هم د لوبې په ۱۹مه دقیقه کې له میدانه وویستل شو.
افغان غږ خبری آژانس: د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې پرون پنجشنبه د سنبلې په ۱۶ مه د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره لوبه وکړه او د ۱-۱ په پایلې سره پای ته ورسېده.
 
دا لوبه د افغانستان پر وخت ماسپښین ۳:۳۰ بجې ترسره شوه.
 
په دې لوبه کې ملي لوبډلې لومړی د جبار شېرزي په ګول سره ګول وکړ، خو د دویمې نیمايي په پای کې یې مساوي ګول ترلاسه کړ.
 
دغه راز د دغې لوبې په ۱۹مه دقیقه کې د افغانستان د ملي لوبډلې د کویټ مشر روزونکی د ریفري د زیات اعتراض له امله له میدان څخه ګوښه شو. دا له لسو څخه په کمو سیالیو کې دوهم ځل دی چې د هېواد د ملي لوبډلې مشر روزونکی له میدانه ایستل کېږي.
 
باید وویل شي، چې د هېواد د ملي لوبډلې راتلونکې لوبه له منګولیا سره ده.
https://avapress.com/vdcc4eqii2bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته