دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 276556
افغانستان د نوري فایبر له لارې منځنۍ اسیا له اروپا سره نښلوي
د اترا اداره وايي چې افغانستان به د نوري فایبر شبکې له لارې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا او بیا له ختیځې اروپا سره ونښلوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل - مزارشریف او مزارشریف هرات ترمنځ د نوری فایبر د پروژې کار چې اتلس میاشتې وړاندې پیل شوی و، بشپړ او د دغې پروژې د پرانیستلو خبر ورکړل شو.
 
د اترا ادارې تخنيکي مرستيال عطاء محمد يار د دې پروژې د پرانيستې پر مهال وويل چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د معلوماتو په کيفيت او د هغې په بيه کې د پام وړ بدلون راشي.
 
يار يادونه وکړه، چې د دې پروژې له لارې به منځنۍ اسيا له سوېلي اسيا او بيا له ختيځې اروپا سره ونښلول شي.
 
نوموړي د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د ستاینې په ترڅ کې وویل، دا شرکت یو له لومړنیو شرکتونو څخه دی چې زیربنایي پروژو ته یې زیاته پاملرنه او پانګونه کړې ده.
 
د بیات ګروپ عمومي رئیس احسان الله بیات هم د دې شبکې پرانیستل په افغانستان کې یوه له بنسټیزو پروژو څخه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د نوري فایبر شبکه به افغانستان د مخابراتو له پلوه د هېوادونو د نښلولو په مرکزي نقطه بدل کړي.
 
بیات زیاته کړه: "دا هغه پروژه ده چې د ازبکستان له لارې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي او په ورته وخت کې افغانستان د ټکنالوژۍ او معلوماتو د وېش په برخه کې د مخابراتو د یوه مهم محور په توګه معرفي کوي."
 
په همدې حال کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت مشر علي الله سروري وايي، پر دې پروژې ۱۵ میلیونه ډالره لګښت راغلی او ټول تجهیزات یې د نړۍ له مشهورو شرکتونو څخه اخیستل شوي چې کولای شي په نړیوالو معیارونو سره مشتریانو ته خدمات وړاندې کړي.
 
هغه زیاته کړه، د دې پروژې په تطبیق کې د نوري فایبر امنیت د هغې په ټولو ابعادو کې په پام کې نیول شوی دی.
 
سروري څرګنده کړه: "د نوري فایبر ټول تجهیزات په نړیوالو معیارونو برابر دي، موږ د نړۍ له مشهورو کمپنیو څخه تر ټولو ښه کیبل کارولی، هغه وسایل چې زموږ د نوري فایبر چلوي هم د نړۍ له غوره شرکت څخه دي."
 
د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکي په دوام ټینګار کوي چې په راتلونکي کې به د نوري فایبر شبکې فعالیت د هېواد له پولو بهر هم پراخ کړي.
 
دوی زیاته کړه، چې په هېواد کې لا زیاتې پانګونې ته ژمن دي او هڅه کوي، چې مشتریانو ته با کیفیته خدمات وړاندې کړي.
 
https://avapress.com/vdcgn39x3ak9un4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته