دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 276779
نړیوال بنسټونه باید په پلازمینه کې د اوبو د کمښت د ننګونو د حل لپاره همکاري وکړي
د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د «UNDP» موسسې له رئیس سره په کتنه کې وویل چې د کابل ښاریانو اوسنۍ جدي ستونزه د څښاک د اوبو کمښت دی او باید مرستندویه ادارې په دې برخه کې همکاري وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد په کابل کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام له مشر فیروز سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د UNDP رئیس د دې ادارې د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه د کابل والي ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې دغه اداره د کابل په ښار او ولسوالیو کې فعالیت کوي.
 
په دې کتنه کې د کابل والي په بېلابېلو برخو کې د دغې ادارې د فعاليتونو قدرداني وکړه او له هغوى يې وغوښتل چې د کابل د زيات نفوس په پام کې نيولو سره خپلې مرستې پراخې کړي.
 
د کابل والي هم د دې ادارې پر بنسټیزو فعالیتونو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې اوس مهال ښاریان د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي او له دوی یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
 
باید ووایو چې د ځمکې لاندې د اوبو د سطحې په ټیټیدو سره؛ د کابل ښاریان د څښاک د اوبو د کمښت له جدي ستونزو سره مخ دي.
 
https://avapress.com/vdcd590xnyt0556.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته