دخپریدو نیټه :شنبه ۱ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 277067
په افغانستان کې تر یو میلیون زیات کسان د لوږې له بیړنۍ کچې سره مخ دي
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې افغانستان اوس د نړۍ له هغو لسو هېوادونو څخه دی، چې تر یو میلیون ډېر وګړي د لوږې له بېړنۍ حالت سره مخ دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام نن (شنبه، د میزان ۱) د «۲۰۲۳ کال د خوړو د نړیوال بحران راپور» اړوند احصایې د نړۍ د لسو هېوادونو په اړه چې له یو میلیون څخه زیات کسان لری، د «X» په پلیټ فارم کې خپاره کړل. په دې کې خلکو د لوږې بیړنۍ کچه خپره کړې.
 
د دې شمېرو له مخې، سوډان، افغانستان او د کانګو جمهوریت هغه درې هېوادونه دي چې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله د بېړنۍ لوږې په کچه ډېر خلک لري.
 
دا احصایه په داسې حال کې اعلان شوې چې مرستندویه بنسټونو په وار وار په افغانستان کې له زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره د بودیجې د کموالي خبرداری ورکړی دی.
 
د خوراک د نړیوال پروګرام اجرایوي مشر خبرداری ورکړی، چې دغه اداره د اکټوبر تر میاشتې د ژوندي پاتې کېدو لپاره کافي بودیجه نه لري او که مرستې ور نه کړل شي، له افغانستانه به ووځي.
 
https://avapress.com/vdcepf8wfjh8f7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته