دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 277153
د کانونو وزارت د څه باندې ۱۳۱ زره ډالرو په ارزښت د پنجشیر زمرد وپلورل
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، له پنجشیر ولایت څخه څه باندې ۱،۲۴ قیراطه زمرد د ۱۳۱۴۰۰ ډالرو په ارزښت د لیلام له لارې پلورل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه زمرد د اسلامي امارت د سیمه ییزو چارواکو له لوري د «لیلام» او «شفافیت او کرستالیزم د څارنې» له لارې پلورل شوی دی.
 
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليلام کې د حاجي زبير په نوم يوه کس د ١٦٥ قيراط زمرد په ٢٥٠٠ ډالره او د محمد نذير په نوم يوه بل کس د ١٢٣ قيراط زمرد په ٢١٨٠٠ ډالره اخيستى دى.
 
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت هم ویلي، چې په دغه لیلام کې به د ۸۴ قیراطه نور زمرد د پنځه زره ۳۰۰ ډالرو په ارزښت، ۱۷۰ کارات د ۱۰ زره ۶۰۰ ډالرو په ارزښت او ۴۸۲،۹۵ قیراط د ۹۱ زره ۲۰۰ ډالرو په ارزښت وپلورل شي.
 
تر دې وړاندې د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت هم اعلان کړی و، چې د پنجشېر د زمرد له کان څخه د څه باندې ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت استخراج شوي ۱۲۴۴ کارات زمرد پلورل شوي دي.
 
باید وویل شي، چې پنجشیر ولایت د زمردو ډېر کانونه لري.
 
https://avapress.com/vdcam0nue49n061.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته