دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 277662
یونیسف: د بدخشان په ولایتي روغتون کې هره میاشت ۸۰۰ ماشومان زیږیږي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې د بدخشان په ولایتي روغتون کې هره میاشت ۸۰۰ ماشومان زیږیږي.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) دغه احصایه نن (سه شنبه د میزان ۱۱مه) د اکس په نوم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړه.
 
یونیسف ویلي دي چې د اسیا پراختیايي بانک په همکارۍ له دغه روغتون سره مرسته کوي تر څو د افغانستان نوي اتباع د خوندي او سالم زیږون لپاره غوره چانس ولري.
 
په افغانستان کې په یوه میاشت کې د زیږیدلو ماشومانو دقیق شمیر نه دی اعلان شوی. لږ دولتي بنسټونه دا ډول احصایې چمتو کوي او خپروي.
 
دا احصایه په داسې حال کې اعلان شوې چې مرستندویه سازمانونو په وار وار په هېواد کې د بشري مرستو د کچې د کموالي له امله په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.
 
https://avapress.com/vdcfved00w6deva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته