دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 273052
یونیسف د افغانستان په روغتیايي مرکزونو کې د نس ناستې د درملنې کیټونو د انتقال اعلان وکړ
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، د افغانستان د بشري مرستو د صندوق په مرسته یې روغتیايي مرکزونو ته د اسهال د درملنې کټونه لېږدولي چې د ۱۳۷۰۰۰ ناروغانو د درملنې لپاره ترې ګټه اخیستل کېدای شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق "یونیسف" په یوه ټویټ کې ویلي چې په دوبي کې د تودوخې له زیاتیدو سره به د شدیدو اسهال پیښې هم زیاتې شي او که درملنه یې ونشي، ښايي ناروغان له ګواښ سره مخ شي.
 
یونیسف ویلي چې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق په مرسته یې روغتیايي مرکزونو ته د دې ناروغۍ د درملنې کیټونه لېږدولي چې د ۱۳۷ زره ناروغانو د درملنې لپاره ترې ګټه اخیستل کېدای شي.
 
د روغتیا د نړیوال سازمان وروستی راپور ښيي چې تېر اوړي په افغانستان کې ۲۰۴۱۱۶ کسان په شدید اسهال اخته شوي چې ۷۶ یې مړه شوي دي.
 
راپور زیاتوي چې په افغانستان کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو ۵۴.۹ سلنه او شاوخوا ۸۰ سلنه قربانیان تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.
 
https://avapress.com/vdcenx8wwjh8f7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته