دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۲۲
د مطلب کود : 272639
یونیسف اعلان وکړ چې په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، سږ کال یې د زرګونو روغتیايي مرکزونو په پرانیستلو سره په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړو ته د روغتیا او تغذیې خدمات وړاندې کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه ټوېټ کې ویلي چې دوی د ۲۷ زره کارکوونکو په ګومارلو او د زرګونو روغتیايي مرکزونو په پرانیستلو سره د افغانستان د روغتیايي سیستم د سقوط مخه نیولې ده.
 
یونیسف دا هم ویلي چې دا کار یې د نړیوال بانک د جنوبي اسیا څانګې او د اسیا پراختیايي بانک په همکارۍ کړی دی.
 
په افغانستان کې د یونیسف د روغتیايي څانګې مشرې فوزیه شفیق وویل چې د روغتیايي کارکوونکو په ځانګړې توګه د ښځو په ملاتړ، د اکمالاتو د لړۍ په فعاله ساتلو او د روغتیايي مرکزونو او روغتونونو په پرانیستلو سره دوی توانېدلي چې په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړو ته خدمات وړاندې کړي.
 
یونیسف زیاته کړه چې په افغانستان کې د ماشومانو او کورنیو لپاره د دې سازمان خدمتونه له "ژوند بدلولو" څخه کم نه دي.
 
د یادولو وړ ده چې یونیسف د زمري میاشتې په پای کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په افغانستان کې له ۶۷۵ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کوي.
 
https://avapress.com/vdcexw8wojh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته