دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 278031
د کډوالو د ستونزو د حل لپاره یو کمیسیون جوړ شو
د اسلامي امارت رهبر مولوي هبة الله اخندزاده د کډوالو د ستونزو د حل په موخه د راستنیدونکو چارو کمیسیون تر عنوان لاندې کمیسیون جوړ کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ارګ په خپله اکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د اسلامي امارت رهبر مولوي هبة الله اخندزاده د کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د راستنیدونکو چارو کمیسیون تر عنوان لاندې کمیسیون جوړ کړی دی.
 
ارګ زیاته کړه: د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې له وزیرانو سره غونډه جوړه شوه، چې په کې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وضعیت او د شته ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وشوې.
 
د سرمقالې د لیکنې پر بنسټ، د رئیس الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د راستنیدونکو چارو د کمېسیون لپاره په عاجله توګه یوه کړنلاره جوړه کړي.
 
https://avapress.com/vdcgw79xqak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته