دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 278047
د هرات زلزلې تر ۱۰۰۰ ډېر شهیدان او ۲۰۰۰ نور ټپیان کړي دي
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال په هغې غونډه کې چې د هرات والي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت معین، د دولتي ادارو مسوولينو، سوداګرو او پانګوالو شتون درلود، د هرات له خلکو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د قربانيانو وضعيت ته د دولتي چارواکو پر پاملرنې ټينګار وکړ او ويې ويل چې په دې پېښه کې له زرو څخه زيات شهيدان او دوه زره نور ټپيان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر په هرات کې د زلزلې پیښې ته په اشارې سره وویل: په دې زلزله کې څه دپاسه زر تنه شهیدان او دوه زره نور ژوبل شوی دی.
 
ده زياته کړه: د ټپيانو لپاره لازمه پاملرنه شوې او هغه ټپيان چې په هرات کې د درملنې وړ نه دي کابل ته ليږدول شوي دي.
 
د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي مرستيال څرګنده کړه: په دې زلزله کې له ١٢٠٠ څخه تر ١٥٠٠ پورې کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي او بيا به جوړ شي.
 
هغه دا هم وویل چې د زلزله ځپلو د وضعیت د ارزونې په موخه ځانګړې کمیټې جوړې شوې او له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره کار کوي.
 
د دې غونډې په دوام کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار وویل: ټول چارواکي شپه او ورځ د زلزله ځپلو کورنیو ته د پاملرنې لپاره کار کوي.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه توانېدلي چې په لنډه موده کې ټول زلزله ځپلي له خاورو څخه وژغوري.
 
د هرات والي هم له دولت سره د سوداګرو د همکارۍ ستاينه وکړه او ويې ويل: سوداګرو او سرمايه دارانو د دولت سره په همکارۍ د ستونزو او کړاوونو بار کم کړى دى.
 
د همدې اوونۍ د شنبې په ورځ د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د يوې زورورې زلزلې له امله په زرګونو تنه شهيدان او ټپيان شول او د استوګنې په زرګونو کورونه ويجاړ شول.
 
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو وروسته هم د دغې زلزلې ټکانونه پای ته نه دي رسېدلي او خلک په ویره کې شپې سبا کوي.
 
https://avapress.com/vdcdoj0x5yt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته