دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 278423
افغانستان د اقلیم د بدلون او د یرغلګرو له خوا د وسلو د استعمال له امله سخت ځپل شوی دی
د رئیس الوزرا اداري مرستيال وايي، چې افغانستان د اقليمي بدلون او د اشغال پر مهال د نيواکګرو له خوا د وسلو کارولو له امله سخت اغېزمن شوى دى. په همدې خاطر اسلامي امارت د شنو خونو د ګازو د له منځه وړلو او د چاپیریال د تودوخې د کمولو ملاتړ کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن (یکشنبه، میزان ۲۳) په کابل کې د اقلیم د بدلون نړیوالې اونۍ په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل: افغانستان له کړاو سره مخ دی. د اقلیم د بدلون اغیزې او د نیواکګرو لخوا د وسلو کارولو له امله سخت زیانمن شوی. په همدې خاطر اسلامي امارت د شنو خونو د ګازونو د له منځه وړلو او د چاپېریال د تودوخې د کمولو ملاتړ کوي او د چاپېریال د ښه والي لپاره د هر ډول اقدام ملاتړ کوو.
 
د صهیونیسټ رژیم لخوا پر غزه باندي بمبارۍ د چاپېریال د معیارونو او د بشری حقوقو د ارزښتونو خلاف وبللې او په کلکه یې وغندلې او د اسلامی ملګرتیا له سازمان او ملګرو ملتو څخه یې وغوښتل چې دغه حملې وغندئ او ودروی .
 
نوموړي دغه راز په ډاګه کړه، چې افغانستان په نړۍ کې شپږم هغه هېواد دى، چې د اقليمي بدلون له امله اغېزمن کېږي، په داسې حال کې چې دلته د شنو خونو ګازونو اخراج او توليد د نورو هېوادونو په پرتله ډېر کم دى.
 
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاء الله عمري هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې نن سبا د ځمکې د تودوخې زیاتوالی او د اقلیم بدلون له دې خطر څخه زموږ د سیمې او ټولنې د ژغورلو لپاره ګډو اقداماتو ته اړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdcb5wb5frhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته