دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 278595
په لغمان کې باران او ږلۍ لوی مالي زیانونه اړولي دي
د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په بادپخ ولسوالۍ کې د تېرې شپې د ورښتونو، بارانونو او سېلابونو له امله کروندګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، د تېرې دوشنبې په ورځ د میزان ۲۴ مه د دغو طبیعي پېښو په پایله کې لسګونه جریبه کرنیزه محصولات له منځه تللي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د بارانونو له امله سلګونه جریبه د وریجو کروندې ویجاړې شوې وې.
 
د لغمان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوول انجنیر عبیدالله الکوزی وايي، دغو بارانونو د الینګار ولسوالۍ ۶۰ سلنه د وریجو کروندې له منځه وړي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د هوا په سړېدو او د سختو اورښتونو او ږلۍ له زياتېدو سره د بزګرانو کروندې زيانمنېږي.
 
https://avapress.com/vdcb9wb5srhbzsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته