دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۳
د مطلب کود : 278863
عباس: هجرت به نه کوو او په خپله خاوره کې به پاتې کیږو
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د قاهرې د سولې په کنفرانس کې د غزې له تړانګې څخه د فلسطینیانو په جبري توګه د ایستلو لپاره د تل ابیب د پلان په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې فلسطینیان به په خپله خاوره کې پاتې شي.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس نن (شنبه، میزان ۲۹) د قاهرې د سولې په کنفرانس کې چې د فلسطین په ملاتړ جوړ شوی و، وینا وکړه.
 
هغه د غزې تړانګې د اوسیدونکو په جبري توګه د ځای پر ځای کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم پلان شوې هڅې ته په اشارې سره وویل: موږ به دغه مهاجرت ونه منو او له ټولو ننګونو سره سره به په خپله خاوره کې پاتې شو.
 
د فلسطین د ادارې مشر د دواړو غاړو د ملکیانو د وژلې په ردولو او د ملکیانو او بندیانو د آزادولو په ضرورت باندې تاکید وکړ او له امنیت شورا یې وغوښتل چې د فلسطین د خلکو په ملاتړ کښې خپله دنده سرته ورسوی او د فلسطین دولت ته بشپړ غړیتوب ورکړی.
 
هغه زیاته کړه: مونږ د فلسطینیانو له کورونو د وتلو او غزې، لویدیځې غاړې او بیت المقدس ته د هغوی د منتقلولو خبرداری ورکوو. موږ د خپلو ملي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره لاسلیک شوي نړیوال مشروعیت او تړونونو ته غاړه کیږدو او د دواړو خواوو د ملکي وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام په اړه خبرداری ورکوو.
 
صهیونیسټي رژیم له کلونو راهیسي د مصر په سینا کښې د فلسطینیانو د اوسیدلو خبره کوي او ادعا کوي چې د سینا ټاپووزمه د فلسطینیانو لپاره غوره ځای دی چې هلته خپل هیواد جوړ کړي! دا کار د فلسطین د ولس او د مقاومت د مشرانو او د مصري چارواکو له سخت غبرګون سره مخامخ دی، چې ټینګار کوي د سینا ځمکه د مصر ده، او فلسطین پخپله خاوره ده او د دوی په خاوره کې به د فلسطین دولت جوړیږي.
 
له بلې خوا د امریکې حکومت هم د غزې د تړانګې د فلسطینیانو د منتقلولو لپاره د صهیونېسټ رژیم له غوښتنې څخه په صریح توګه د صنعا په ټاپووزمه کښې د بشر دوستانه دهلېز د جوړولو له لارې د فلسطینیانو د منتقلولو ملاتړ وکړ.
 
https://avapress.com/vdcjmoe8tuqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته