دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 280005
د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی کابل ته راورسېد
د انګلستان سر روزونکی اشلي مایکل ویسټ ووډ نن سه شنبه د سلواغې په ۱۶مه کابل ته راغی، څو د نړیوال جام د غوراوي په دوهم پړاو کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مشري وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د فوټبال فدراسیون تخنیکي مرستیال حفیظ احمد جان ځدراڼ او د بدني روزنې او ورزش ریاست هم د کابل په هوايي ډګر کې د ویسټ ووډ هرکلي ته ورغلي وو.
 
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې عبدالله المطیري د منګولیا پر وړاندې له لوبې وروسته د دغه هېواد د ملي لوبډلې د لوبغاړو له مخالفت وروسته د مشر روزونکي په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه.
https://avapress.com/vdcawwnum49naw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته