دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 280481
د "افغان ټرانس" اورګاډي د پټلۍ پروژه پلې شوه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، چې د دغه وزارت سرپرست د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د درېیو سوداګریزو اړخونو په غونډه کې د "افغان ټرانس" اورګاډي د پروژې پر عملي کېدو ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس)- کابل: د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه سوداګریزه غونډه د سه شنبې په ورځ (اکتوبر ۱۴) په اسلام اباد کې جوړه شوه.
 
په دې غونډه کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز او د ازبکستان د صدراعظم مرستیال جمشید خاجیوف د خپلو هېوادونو په استازیتوب ګډون کړی و.
 
د راپورونو پر بنسټ؛ د دې غونډې ګډونوالو د دغو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
 
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د «افغان ټرانس» اورګاډي د پروژې پر عملي کیدو ټینګار وکړ.
 
هغه زیاته کړه، په دې ناسته کې د ټرانس-افغان اورګاډي پروژې ترڅنګ د درې اړخیزې سوداګرۍ او ترانزیت او د سیمه ییز اتصال پر شته ستونزو هم خبرې وشوې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د تاشکند د ناستې په څنډه کې ازبکستان، افغانستان او پاکستان پرېکړه کړې وه، چې له تمرېز څخه تر پېښوره د "افغان ټرانس" اورګاډي د پټلۍ عملي کار پيل کړي.
 
تمه ده چې دا پټلۍ به د ترمز ښار د مزار شریف، پلخمري، کابل او جلال اباد له لارې له پېښور ښار سره ونښلوي.
 
د افغانستان – ټرانس پټلۍ د منځنۍ اسیا هېوادونه له جنوبي اسیا سره نښلوي.
 
په درې اړخیزه سوداګریزه او ټرانزیټي غونډه کې چې د دغو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوه، د درې اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او د سوداګرۍ د پراختیا، د ټرانزیټي اسانتیاوو د زیاتوالي او د ګډو پانګونو پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.
 
دغه راز په دغه هوکړه ليک کې د لګښتونو پر کمولو، ترانسپورتي اسانتياوو، د ګمرکي سيسټم پر بريښنا کولو، د بانکي سيستم پر پياوړتيا او پراختيا، د خوراکي توکو د خونديتوب، د ويزو پر صادرولو، د ترانزيټي ستونزو پر حل او د درې اړخيزه ترانزيت پر پياوړتيا ټينګار شوى دى.
 
په همدې حال کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: «دا د اقتصادي اړیکو او سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی. د سوداګرۍ، پانګونې او اتصال په برخه کې د دغو هېوادونو د متقابلو ګټو لپاره روښانه راتلونکی لیدل کېدای شي.
 
په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه په دې باور ده چې د افغانستان- ټرانس اورګاډي پټلۍ به منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ته د افغانستان د صادراتو په زیاتولو کې مرسته وکړي.
 
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجرایوي رییس، نقیب الله صافي وویل: "د افغانستان خصوصي سکټور به هم له دې احکامو ګټه پورته کړي او کولای شي، چې له دې څخه مستقیمه ګټه پورته کړي او خپل توکي صادر، وارد او ترانزیت وکړي."
 
د صنايعو او کانونو خونه وايي، چې اوسمهال د اومو موادو د لېږد رالېږد په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او دا چې د اورګاډي پټلۍ د وارداتي او صادراتي توکو د لېږد لګښت په کمولو کې مهم رول لري.
 
د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې مشر سخي احمد پیمان وویل: که افغانستان، پاکستان او ازبکستان د ریل پټلۍ د عملي کار په اړه موافقې ته ورسیږي، دا به افغانستان ته له سیاسي او اقتصادي اړخه ښې پایلې ورکړي. په ځانګړې توګه د افغانستان د طبیعي منرالونو د صادراتو په برخه کې د ډبرو سکرو، تالک او داسې نور.
 
د حيرتان-مزار رېل پټلۍ د افغان-ترانس پټلۍ يوه برخه ده، چې اوس مهال له منځنۍ اسيا څخه د هېواد د اړتيا وړ توکو يوه لويه برخه له همدې لارې افغانستان ته داخلېږي.
https://avapress.com/vdcivuarzt1av52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته