دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 280485
د هېواد په څلورو ولايتونو کې يو شمېر پرمختيايي پروژې بشپړې شوې
په غزني، هرات، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د ګڼو پرمختیايي پروژو کارونه بشپړ شوي او د کار په بدل کې یې پر کارګرو نغدي پیسې ویشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د اسلامی امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست په غزنی کې خبر ورکړی، چې د کلیو پراختیایی ادارې (CDDO) د سیمه ییزو ارګانونو په همکارۍ د یوشمیر کلیو د پراختیایی پروژو کار بشپړ شوی دی.
 
د دغه رياست د خبرپاڼې له مخې، په دغو پروژو کې د استنادي دېوالونو، پلچکونو، د سړکونو پخول او د اوبو لګولو د کانالونو پاکول شامل دي.
 
د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د ١٦ ميليونه افغانيو په ارزښت د "CDDO" موسسې په مالي مرسته پلې شوې دي.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت د هرات ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، چې د دغه ولایت په کهسان ولسوالۍ کې ۱۶۰۰ مسلکي او غیر مسلکي کارکوونکو ته د ۱۱ زره ۱۵۰ ورځو د کار په بدل کې ۵ میلیونه ۴۳ زره ۲۵۰ افغانۍ نغدي معاش ورکول کېږي.
 
دغه پيسې د ملګرو ملتونو د مشورتي دفتر او د بشري مرستو د ادارې (CHA) له خوا د سړکونو د پاکولو او جغل اچولو، د کانالونو او ويالو پاکولو، پلچکونو او استنادي دېوالونو د جوړولو لپاره ورکړل شوې دي.
 
په ورته وخت کې په بادغیس کې د اسلامي امارت مطبوعاتي دفتر په دغه ولایت کې پر ۳۰۲ کارکوونکو د ۱۱۲۵۹۵۰ افغانیو نغدي ویشلو خبر ورکړی دی.
 
دغه پيسې هغو کارکوونکو ته ورکړل شوې، چې د "اراوپي" موسسې له خوا د دغه ولايت په بالامرغاب او جوند ولسواليو کې د ويجاړ شويو شنو خونو د بيارغونې لپاره استخدام شوي وو.
 
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، په يادو دوو ولسواليو کې د ٢٤ شنو خونو خاوندانو ته کيمياوي سرې، معياري پلاستيک، اصلاح شوې هګۍ او ترماميترونه وېشل شوي دي.
 
خو د افغانستان د راتلونکي نسل انسټیټیوټ (FGA) ویلي چې د نیمروز په چخانسور ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د یوه کانال د پاکولو لپاره ۳۱۰ تنه کارګران په ۲۰ ورځو کې استخدام شوي او هر کارګر ته د ورځې پنځه امریکايي ډالره معاش ورکول کېږي.
https://avapress.com/vdcc4xqip2bq408.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته