دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 280495
په نورستان ولايت کې ديوه سرتيري له خوا د اوبو د ليږدونې دستګاه جوړ شو
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو چارواکي وايي، چې د دې قول اردو د دویمې لوا یوه سرتېري داسې وسیله جوړه کړې، چې په غرنیو سیمو کې تر یو کیلو متر پورې اوبه لېږدولی شي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د دوهمې لوا سرتیری رحیم الله وایی، هغه وسیله چې ده جوړه کړې، په ۲۴ ساعتونو کې تر یو کیلو متر پورې ۶۲ زره لیتره اوبه انتقالولای شی.
 
د دغه سرتيري په وينا، د غره په لمنه کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو د دويمې لوا د شتون له امله دوی له څو مياشتو راهيسې د اوبو د لېږد له ستونزې سره مخ وو او د دې دستګاه په جوړېدو سره يې ستونزه هواره شوه.
 
رحیم الله په دې باور دی چې که د سمندر د اوبو اندازه زیاته شي یا کمه شي، د هغه وسیله په ورته ډول کار کوي.
 
رحيم الله وايي، چې د دې وسايلو په جوړولو ۵۵۰ زره افغانۍ لګښت راغلى، چې د دې اردو د مسوولينو له خوا ورکړل شوى دى.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم يو شمېر هېوادوالو په هېواد کې د يو لړ ستونزو د حل په موخه پوځي تجهيزات او ماشينونه جوړ کړي وو.
https://avapress.com/vdcdnz0xkyt0jo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته