دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۴۲
د مطلب کود : 280759
جرمني له افغانستان سره پنځه میلیونه یورو مرسته کوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر (OCHA) د افغانستان له خلکو سره د ژوند ژغورنې د مرستو په برخه کې له جرمني څخه د پنځه میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: نن دوشنبه (د عقرب ۲۹) اوچا په خپل یوه ویب پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق له جوړېدو راهیسې جرمني له ۲۱۰ میلیونه یورو څخه زیاته مرسته کړې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې نړيوال مرستندويه سازمانونه لا هم په هېواد کې د بېوزلۍ او لوږې د کچې په اړه اندېښنه څرګندوي او د نړۍ له هېوادونو څخه په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره د زياتو مرستو غوښتنه کوي.
https://avapress.com/vdcgnz9xyak97u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته