دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 280799
د فوټبال ملي لوبډله به نن شپه له کویټ سره لوبه کوي
د فیفا د معلوماتو له مخې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام د غوراوي پړاو د دویم پړاو په دویمه لوبه کې نن شپه د کابل پر وخت ۹:۳۰ د کویټ له ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام د غوراوي پړاو د دوهم پړاو په دوهمه لوبه کې نن شپه د کویټ له لوبډلې سره لوبه کوي.
 
د فوټبال نړیوال فدراسیون "فیفا" خبر ورکړی، چې د افغانستان او کویټ د فوټبال ملي لوبډلې به نن سه شنبه د عقرب په ۳۰ مه د کابل پر وخت د شپې ۹:۳۰ بجې د سعودي عربستان په دمام ښار کې له یو بل سره لوبه وکړي.
 
په همدې حال کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د نومبر په ۱۶مه په خپله لومړۍ لوبه کې د قطر لوبډلې څخه ۸-۱ ماتې وخوړه.
 
په ورته وخت کې د کويټ د فوټبال ملي لوبډلې هم په خپله لومړۍ لوبه کې د هند لوبډلې څخه ۱-۰ ماته خوړلی او په دې لوبه کې نمرو ته اړتيا لري.
 
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې نوي مشر روزونکي اشلي مایکل ویسټ ووډ پرون له لوبې مخکې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د کویټ لوبه یې لیدلې او د ګټلو لپاره یې لازم تدابیر په پام کې نیولي دي.
 
اسلام الدين اميري هم په دې ليدنه کې وويل، خوښ دى چې د افغانستان لپاره د فوټبال لوبه کوي، اميري زياته کړه چې لوبډله يې له ذهني او جسمي پلوه پوره چمتووالى لري.
https://avapress.com/vdcaownuo49na01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته