دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 280861
په تخار کې سیلاب ځپلو ته د استوګنې د رتبو د ویش بهیر پیل شو
د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د سېلاب ځپلو کورنیو ته د کورونو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس – مزارشریف : ویل کیږی چې د دشت قلعه په ولسوالۍ کې د استوګنې نومرې ویشل شوی دی.
 
چارواکو ویلي چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې ۱۴۷ کورنیو ته چې کورونه یې له لاسه ورکړي، د استوګنې امتیازات به ورکړل شي او دوی ته به هم پخپله کورونه جوړ کړي.
 
د تخار والي مولوي عبیدالله امین زاده د دغه ښارګوټي د جوړولو د پیل په مراسمو کې وویل: اسلامي امارت تل د هیوادوالو په فکر کې دی او دوی ته د خدمتونو د وړاندې کولو هڅه کوي.
 
د باختر آژانس د خبر له مخې: د سړکونو، کلينيکونو، ښوونځيو، جوماتونو، بازارونو جوړول او د اوبو او بريښنا برابرول د اسلامي امارت مسووليت او د کورونو جوړول د مالکانو دنده ده.
 
ویل کیږي چې هر یو مستحق ته به شپږ پشه یي ځمکه ورکړل شي.
https://avapress.com/vdcaiwnu649naa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته