دخپریدو نیټه :جمعه ۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 280994
ملګري ملتونه په کابل کې د اوبو د کمښت د ستونزې په حل کې همکاري وکړی
د کابل ولايت مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د کابل والي محمد قاسم خالد، د يوناما او د ملګرو ملتونو د نورو ادارو له استازو سره په کتنه کې ويلي، چې ملګري ملتونه ژمن دي، چې د اوبو د کمښت د ستونزې په هواري کې همکاري وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه ولایت والي محمد قاسم خالد په داسې حال کې چې د کابل ولایت د اقتصاد رئیس، د سمندري حوزو رئیس او د دې ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس په کابل کې د یوناما او د ملګرو ملتونو د نورو سازمانونو له استازو سره وکتل.
 
ویل کیږي چې په دې کتنه کې محمد قاسم خالد په کابل کې د اوبو د کمښت د ستونزې د حل په موخه د اسلامي امارت د ادارې د پلانونو په اړه معلومات ورکړل او د کابل د اوبو ستونزه به د لیلندر د شاتوت آب بند له پروژې څخه حل شي.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د کابل ولايت د اقتصاد رييس انجنير حامد ابراهيم هم د بنسټيزو پروژو په تطبيق کې د خلکو د ستونزو د حل لاره وبلله او زياته يې کړه چې د زيربنايي پروژو د جوړولو په لاره کې د نړيوالې ټولنې د همکاريو هيله کيږي.
 
د یوناما او ملګرو ملتونو استازو په کابل کې د پاکو اوبو د کمښت د ستونزې پر حل ټینګار وکړ او دا یې د دې بنسټونو لومړیتوب وباله.
 
دی وايي، دوی ژمنه کړې چې دا ستونزه به له خپل مرکز سره شریکوي.
https://avapress.com/vdchwvnik23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته